هلمند كې د هوایي بریدونو له امله له ۴۰ ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هلمند كې هوايي عمليات، د پنځه طالب قومندانانو په ګډون ۲۸ مړه، ۱۶ ټپيان امنيتي چارواكي وايي، په هلمند كې د پيل شويو خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه مورد كې د ۵ طالب قومندانانو په ګډون ۲۸ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان ديهلی کوپتر افغانستان ۰۰۱.

د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه راستول شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، تېره شپه افغان هوايي ځواك د لښكرګاه اړوند د باباجي څلورمې حوزه كې د وسله والو د ځپلو لپاره عمليات كړي چې په ترڅ كې يې پنځه مهم طالب قومندانان هر يو بشير اغا، مولوي رقيب، قاري فردوسي، مولوي جهادالله او قاري عمر له خپلو ۲۳ نورو ملګرو سره وژل شوي او ۱۶ تنه نور يې ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *