داعش د سوریې دیر الزور پر یوه روغتون برید کړی
رپوټونه وايي، د “داعش” ډلې جنګیالیو د سوریې ختیځ کې د دیر الزور ښار پر یوه روغتون برید کړی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د دیر الزور روغتون لوېدیځ کې د روغتون په انګړ کې د “اسلامي دولت” د ملاتړو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې هم شوې دي.
په نښتو کې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ملاتړو ۲۰ جنګیالي وژل شوي، خو د “اسلامي دولت” شپږ کسان هم پکې وژل شوي.
فرانس پرېس خبري آژانس د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د مشر رامي عبدالرحمن له خولې ویلي “اسلامي دولت” ډلې “پر روغتون ولکه ټینګه کړې او هلته یې ټول کارکوونکي یرغمل کړي دي”.
د “اسلامي دولت” اړوند (اعماق) خبري آژانس ویلي، جنګیالیو یې د تلاشۍ پوسته او د اوروژنې څانګه نیولې ده.
دوی دا هم وايي، چې پوځي هوايي ډګر ته څېرمه سیمې یې هم نیولې دي.
وړاندې د روسیې یوه خبري آژانس (ریا) ویلي وو، وړاندې د داعش د یوه برید مخه نیول شوې ده.
داسې انګیرنې دي، چې دغه ډله د عراق پولې ته څېرمه د دیر الزور ښار څه باندې نیمايي برخه په لاس کې لري، خو هڅه یې دا ده چې ټول ښار ونیسي.
“اسلامي دولت” له تېرو دوو کلونو راهیسې له حکومتي ځواکونو ګڼ کلي نیولي، چې لږترلږه ۲۰۰ زره ولسي وګړي پکې ایسار پاتې وو.
دیر الزور ولایت د “اسلامي دولت” ډلې پلازمېن رقه ښار سره تړي، چې عراق ته څېرمه پروت دی.