په سوريه کې د پاتي کسانو برخليک د ورځې په تيريدو سره بدتره کيزي
په سوريه کې د پاتي کسانو برخليک د ورځې په تيريدو سره بدتره کيزي او دا خلک يي له ديريو انديشنو سره مخ کري دي
په ورته حال کي د روسيي ولسمشر ويلي مسکو او واشنگتن په دي هيواد کي د بنستيزو بدلونو په هخه کي دي
همدارنګه د امریکا بهرنیو چارو وزیر د راتلو اونی سه شنبه په ورځ په اتریش کې د سوریې په هکله د اولسو هیوادونو د استازو په ګډون د ناستې له پیلیدو خبر ورکړی دی
په داسې حال کې چې په سوریه کې حالات د ورځې په تیریدو سره بدتره کیږي او ددې هیواد پاتې اوسیدنکي یې اندیښمند کړي د روسیې ولسمشر په دې هیواد کې د ژورو بدلونو نو له رامنځ ته کولو خبر ورکړی دی. پوتین تیره ورځ د خپل هیواد له لوړ پوړیو پوځي چارواکیو سره په لیدنه کې ویلي: دا بدلون به د مسکو او واشنګتن ترمنځ د همکاریو له مخې رامنځ ته شي.
ولاديميرپوتين – ” زه هیله مدنی یم چې د سوریې په مسله کې شکیل اړخونو په همکاری سره وکولای شود سوریې لپاره یو ژور بدلون رامنځ ته کړو چې پّ سوریه کې به د زمونږ د پوځ په ګډون د ترهګرۍ پر وړاندې یو نوی سیستم رامنځ ته شي .”
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په پاریس کې د عربي او لویدیځو هیوادونو ترمنځ د سوریې د ملاتړو په نامه ناسته تر سره شوه