چپرهار کې ٢٣ وسله وال طالبان وژل شوي
د ننګرهار چارواکي وايي چې ددغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ په ېلابېلو سيمو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ٢٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې نن ددغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پر وسله والو طالبانو پنځه بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې بريدونو کې د طالب قوماندان سيلاب په ګډون ٢٣وسله وال طالبان وژل شوي او ٦نور ټپيان دي .
د نوموړي په وينا، چې په دې بريدونو کې عامو خلکو ته هېڅ ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.
د چپرهار يوه اوسېدونکي شکور پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې نن څو ځايه بې پيلوټه الوتکو بمبار کړى ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري .
له دې مخکې نن سهار هم د ننګرهار د والي وياند په هسکه مينه او اچين کې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو خبر ورکړى و او ويلي يې و چې په هسکه مينه کې ١٥داعش وسله وال وژل شوي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .