فاروق اعظم، پر دولت او وسله والو مخالفينو د سولې غږ وکړ او ويې ويل، هغه امتياز چې حکومت يې پاکستان ته او طالب يې امريکا ته ورکوي،‌ خپلو منځو کې يې دې يو بل ته ورکړي.

 ده13086979_983015951774647_929936067094159118_o چې نن يې په ارګ کې د مجاهدينو د برياليتوب د ورځې (د غويي اتمې) په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې خبرې کولې وويل:” د خدای په خاطر په خپل ملت اعتماد وکړئ او همدا په ذهن کې ولرئ چې سوله به راولو،‌ موږ  درسره  ملګري ‌ يو.”

ده وويل: “زه په سوله کې لويه تجربه لرم، بين المللي تجربه هم لرم. کومې خبرې چې مې کرزي ته کړي وې، هغه ويل چې طالب سره نه کېنم طالب د پاکستان ګوډاګی دی،‌ له پاکستان سره کېنم. ما ورته وويل چې هغه طالب به وايې چې ته د امريکا ګوډاګی يې، سرنوشت به پاکستان او امريکا ته سپارل کېږي… نور پاکستان ته مراجعه نه بلکۍخپل قوم ته مراجعه په کار ده،‌، علما او درانه خلک لرو، په هغوی اعتماد وکړئ، خلکو ته د منځګړيتوب موقع ورکړئ.”

هغه د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې وويل:” طالبانو له کمونستانو او مجاهدينو څخه پند وانه خيست ملاشاهي يې جوړه کړه، کار يې نا اهلو ته وسپاره،‌ د صحت وزير ملا، د زراعت وزير ملا،‌ هر وزير ملا، ملاشاهي وه.‌ کار يې نااهلو ته وسپاره او له خپله منځه خراب شوه. “

دى د حکومت پر کړنو نيوکې کوې او زياتوي:” طالبان مات شول، هغوی غوږونه نيولي وو چې موږ په کورونو کې پريږدي، مګر کرزي پري نه ښودل. کرزي هم منله چې دوی يې پرې نه ښودل. ۱۶ طالبانو خالد پښتون ته وويل چې موږ له پاکستان څخه درځو،‌ څوکۍ نه غواړو، پري مو ږدئ، مګر ځيني چې راغلل نو هغه بګرام او ګوانتانامو ته يوړل شول.”

د ده په وينا، ځينو ټول پښتانه د ناټو په سوټي ووهل او ١٥ کاله کېږي چې جګړه پر پښتون تحميل شوې او  پښتون له تعليم څخه محروم دى.

هغه زياتوي:”ډايکنډي څخه ۶۵۰۰ هلکانو او له لوی کندهاره ۲۱۰۰ تنو د کانکور ازموينه ورکړې وه. پښتون په دولت کې نشته،‌ دا بي عدالتي نور نه زغمل کېږي.”

ده وويل:” موږ ټول پوهېږو چې د چا تر شا څوک ولاړ دي،‌ مګر د سولې اړوند بايد څه وکړو، نظامي قوه به قوي کوئ، مګر دا ملک جنګ نه شي تحمل کولای، نظام په جنګ نه ساتل کېږي، دا په ذهن کې ولرئ چې جنګ به ختموى”

هغه وويل :”هغه څوک چې تاسې پرون نه پرېښودل، نن يو قوت دی. نن نظام کې داسې کسان شريک دي چې په قوت کې تر طالبانو ډېر کم دي.”

فاروق اعظم پر سوله ټينګار وکړ او ويې ويل چې که اړينه وي د سولې د ټينګښت لپاره اساسي قانون تعديل شي، نو تعديل دې شي، ځکه چې دغه قانون هسې هم تعديل ته اړتيا لري.

دى وايي، که سوله د څوکيو پر وېش راځې نو دا کار دې هم وشي، ځکه چې افغانان نور جګړه نه شي تحمل کولاى.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې ناسته کې وويل چې د ملي وحدت حکومت هېڅکله په ملي ګټو کې کوم هېواد ته امتياز نه دى ورکړى او کله هم دا کار نه کوي.

هغه وويل: ” که موږ د امتیاز ورکولو خلک وای ډاکټر صاحب اعظم نن به دا ورځ نه وه، پوه شئ چې څوک به دې مملکت نه استازيتوب کوي. زموږ پنځه زره کلن تاريخ د معاملې تاريخ نه دی. که مذاکرات مو کړي په اصل مو کړي، په اصولو مو کړي په مېړانې مو کړي. موږ جنګ نه غوښته، موږ جنګ نه غواړو، اما که څوک په افغانستان توره باسي پوه شئ چې په توره  يې وهو او په عرض د نهايت احترام دا جنګ د افغانانو د تقسيم جنګ نه دی. هر بچی د دې خاورې د دې جنګ قېمت ورکوي، هره ورځ په دې خاوره کې لاړ شئ بدخشان ته، لاړ شئ دايکنډي ته، لاړشئ، کندهار ته، ارزګان ته، پکتيا ته پکتيکا ته. دا وطن د تقسيم وطن نه دی.”

هغه وويل چې د ملي پوځ سرتيري د دې هېواد بچيان دي او د هېواد د هرې ژبې او هرې سيمې کسان په کې دي او په ګډه د خپلو هېواد لپاره کار کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *