په جينو کي د سوريې دولتي پلاوي د پخلايني خبرو پر دوام او دي خبرو ته پر ژمن پاتي کيدو ټينگار کړی دی

دا په داسي حال کي ده چي په دي وروستيو کي د خبرو په لاره کي د خنډونو د رامنځ ته کيدو ريپوټونه ورکړل شوي دي

د سوریې ددولت وسله والو مخالفینو استازو چې د سولې خبرو عالی پلاوی نومول شوی له خبرداري وروسته یو شمیر لویدیځو رسنیو له ستونزو سره ددې خبرو له مخ کیدو خبر ورکړی دی. خو د سوریې دولتي پلاوي د ملګرو ملتونو خانګړي استازي له مرستیال بشار جعفری سره د لیدنې پر مهال ویلي 893094د پخلاینې خبرې به دوام ولري او د سولې عالي پلاوي له لوري ددې خبرو پریښودل به پر دې بهیر بده اغیزه ونکړي.

بشارجعفري؛ ” که چیرې دوی د پخلاینې خبرې پریږدي نو دې بهیر ته به کوم زیان ونه رسیږي ځکه چې دوی د سوریې د خلکو له لوري استازیتوب نکوي او له خبرو ددوی په وتلو سره د پخلاینې په لاره کې کوم لوی خنډ نه رامنځ ته کیږي بلکې لاره به هواره شي ځکه چې دوی هغه ترهګر دي چې له سعودي عربستان څخه ملاتړ کوي.”

دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د دوشنبه په ورځ د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي استیفن ډیمستورا ویلي وو د دولت وسله والو مخالفینو استازو ده ته ویلي چې دوی پّ سوریه کې د روانو حالاتو په غبرګون د پخلاینې دا خبرې ځنډوي.

بل لور ته تیره ورخ فرانسې، آلمان، ایټالیا اوامریکا له سوریې سره د مرستې په هکله یوه ناسته تر سره کړې ده په دې هکله مالومات د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر خبر ورکړی دی.

د یوه بل خبر له مخې د ملگرو ملتونو مرسته رسونکو ادارو له کلابندو سيمو د پنخه سوه تپيانو په را ايستولو پيل کري دي ددي اداري وياند ويلي له دي سيمو به هغه کسان ويستل شي کوم چي بيرنيو روغتيايي مرستو ته ارتيا لري د را رسيدلو ريپوتونو له مخي له زبداني او مضايا شار خخه دوه سوه پنخوس تپيان راايستل شوي دي او هم دومره نور به له فوا او کفريا شارونو خخه ويستل شي دا په داسي حال کي ده چي ددي هيواد په هکله د جينو دوهمه غونده روانه او داسي شکاري چي دا ناسته هم له ستونزو سره مخ شوي او هره شيبه د هغه اوربند د ماتي شونتيا ليدل کيزي کوم چي له اوو اونيو راهيسي را روان دي د جينو له دريمي غوندي د دولت وسله والو مخالفينو استازي وتلي دي خو د دولت استازي د خبرو پر دوام تينگار کري دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *