په افغانستان کي د اروپا سفير د فساد پر وړاندې د اغيزناکه گامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده ده ويلي فساد په افغاني سيستم کي د انديښني وړ برخه ده او حکومت په دې تور د بښلو کلتور بايد له منځه يوسيSarwar Dnish and Election

په افغانستان کې د فساد په هکله د پژواک خبري آژآنس او اروپایي ټولنې له لوري په ګډه یوه څیړنه ددې ښکارندويي کوي چې ډيری افغانان د فساد شتون لویه تشه بولي. ددې څیړنې له مخې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر فرانس میشل میلبند ویلي فساد یوه مهمه او جدي ښکارنده ده چې باید کابو کړل شي او دې بدې ښکارندې په افغاني سیستم کې ځای نیولی دی.

ښاغلي میلبند ویلي د دې ښکارندې پر وړاندې باید عملي او کوټلي ګامونه پورته کړل شي او نړیوال مرسته کونکي هیوادونه هم له افغانستان څخه د فساد پر وړاندې د جدي ګامونو پورته کولو تمه لري

ددوی په وینا په افغانستان کې ددې ښکارندې پر وړاندې یوه لویه ستونزه د بښنې کلتور شتون ده او باید دا کلتور له منځه یوړل شي. ده ویلي په فساد تورن کسان باید د قانون منګلو ته وسپارل شي او په دولتي اداروکې ددوی د ګمارنې مخنیوی وشي له دې سره میلبن ویلي له دې سره نړیواله ټولنه له افغان حکومت څخه د فساد په برخه کې د معجزې تمه نلري خو د وضعیت د ښه کیدو هیله مند دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *