د عراق په نينوا ولايت کي د کردانو په ملتيا د عراقي ځواکونو د عملياتو لومړی پړاو پاي ته رسيدلي دي
د عراق په نينوا ولايت کي د کردانو په ملتيا د عراقي ځواکونو د عملياتو لومړی پړاو پاي ته رسيدلي دي عراقي پوځ ويلي په دي عملياتو کي يي د داعش ۵۰۰ جنگيالي وژل شوي له دوي څخه يي دري کلي نيولي او د وسلو دري ساتنخايونه يي له منځه وري دي
د عراق پوځي چارواکیو ویلي له داعش څخه د سیمو د بیرته نیولو د ګډو عملیاتو لومړۍ پړاو پای ته رسیدلی او اوس مهال دوی موصل ښار په اتیا کیلو متری کې د برید د دوهم پړاو لپاره د چمتوالي په حال کې وو.
د عراق سیمه ایزو چارواکیو په وینا دا بریدونه د شپې له لوري د داعش له خوا د ځانمرګو بریدونو په ګدون له ډيریو ستونزو سره مخ وو خو ددوی د وسلو د ساتنځایونو په نیول کیدو سره یې د ځواک کچه ټیته شوې ده
کاکه محمد؛ “اوس زمونږ مخالفینو خپلې درنې وسلې له لاسه ورکړې دي دوی نور درنه وسله نلري خو دوی زمنږ پر وړاندې د شپې له لوري له ځانمرګو بریدونو کار اخلي.”
د دې سرتیري په وینا داعش په موصل کې له ملکي کسانو د سپر په توګه کار اخلي او دا هم د داعش پر وړاندې د عملیاتو اړوند لوی خنډ دی.
بل لور ته ا مریکا اعلان کړی چې په قیاره سیمه کې یې د داعش پر مرکزونه بریدونه کړي چې له مخې یې یوه سلاکوټ له منځه تللی دی.