ایم ایچ ۲۸ چورلکې تر ډېره د امریکا اپاچي جنګي الوتکو ته ورته دي، چې تېره میاشت د سوریې تدمر تاریخي ښار کې د ”اسلامي دولت” د جنګیالیو پرضد وکارول شوې.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د سوریې حلب ښار کې یې یوه جنګي پوځي چورلکه لوېدلې، چې دواړه پیلوټان یې پکې وژل شوي دي.

وزارت وايي، پېښه د سې شنبې په ورځ ګهیځ وختې شوې او لوېدلې چورلکه ایم اېچ ۲۸ ډوله ده160412111920_160412080201_rus_624x351_afp.

د وزارت په وینا، دغه چورلکه د چا په ډزو نه ده ویشتل شوې، او د وژل شویو پیلوټانو مړي لاذقیې ته څېرمه حمیمیم هوايي اډې ته لېږدول شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا ”ځینې مسلکي کسان د پېښې ځای ته تللي چې د چورلکې د لوېدو لامل په ډاګه کړي”.

ایم ایچ ۲۸ چورلکې تر ډېره د امریکا اپاچي جنګي الوتکو ته ورته دي، چې تېره میاشت د سوریې تدمر تاریخي ښار کې د ”اسلامي دولت” د جنګیالیو پرضد وکارول شوې.

دا په سوریه کې د روسیې درېیمه لوېدلې الوتکه ده. په تېر نومبر کې د ترکیې له خوا د روسیې یوه الوتکه د سوریې – ترکیې پر پوله وویشتل شوه.

له تېر سپتمبر میاشتې راهیسې روسیې د سوریې په جګړه کې ځان ښکېل کړی، او جنګي الوتکو یې د بشار الاسد په ملاتړ هوايي بریدونه پیل کړي دي.

روسیې په تېر مارچ میاشت کې له سوریې نه خپل ډېری ځواکونه وایستل، خو روسي چارواکو تېره میاشت وویل هوايي بریدونه به یې دوام ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *