له هغه وروسته چې د قرباغ په سیمه کې د آذربایجان  او ارمنستان هیوادونو ترمنځ شخړو ته زور ورکړل شو او له امله یې له دواړو خواوو له دریو سوو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.ترکې هم له دې موضوع په ظاهري شکل سره د تبلیغاتویوښه فورصت تر لاسه کړ دوی په دې مسله کې د آذربایجان پلویتوب غوره کړ او له دې هیواد سره خواخویږي څرګنده کړه.

په داسې حال کې چې په دیارلس سوه اته اتیایم کال کې کله چې رجب طیب اردوغان د ترکیې لومړی وزیر وو  او له ارمنستان سره یې په سویس کې د سولې یو تاریخي تړون لاسلی195355ک کړ او پّ دې سره چې ددواړو هیوادونو ترمنځ د یوې پيړۍ ستوزنې هوارې شوې، دا تړون د امریکا د پخواني بهرنیو چارو وزیر هیلارې کلنټون په ګډوند یوشمیر نړیوالومشرانو او چارواکیو په شتون سره لاسلیک شو. په دې ناسته کې د فرانسې بهرنیو چارو وزیر او د اروپایي تولنې د بهرني سیاست مشر ګدون کړی وو.

له نړیوالې لومړۍ جګړې او د عثمانیانو له نښټې وروسته  چې له ارمنیانو سره یې درلوده د ترکیې او ارمنستان اړیکې پرې شوې . ارمنیان دا جګړه د ارمنیانو د نسل وژنې په ډول پیژني  خو ترکیه بیا د یو نیم میلیونه ارمنیانو او په زور سره نوروسیمو ته ددوی دکډوالی زور زیاتی ردوي وایي د وژل شویو په شمیره کې له دورغو کار اخستل شوی دی.

هغه مهال د آذربایجان جمهوریت پردې تړون کلکه نیوکه وکړه ویلي یې وو چې دا تړون به د ترکیې او آذربایجان ترمنځ اړیکې له ستونزو سره مخ کړي او ترکیه ېې د غازې همکاریو په پای ته رسولواو ګواښله.

په زړه پورې خو داده چې د ارمنستان ولسمشر سرکیسیان دترکیې د پخواني ولسمشر عبدالله ګل په بلنې سره په ترکیه کې د فوتبال سیالی لیدنې ته تللی وو او تر ډیره دا برخه عادي ونیول شوه.

ترکیه اوس هم په دې هیله ده چې له ارمنستان سره اړیکې عادي کړي او په دې سره خپله پخوانی هیله چې هغه له اروپایي ټولنې سره یوځای کیدل وي تر لاسه کړي او په دې لاره کې چمتو ده تر څو دقرباغ مسله نادیده ونیسي او د ارمنستان په ګټه له ریښتینوله تیره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *