مجلس عراق

د عراق په کابينه کي سمون د يو شمير سياسي مشرانو له مخالفت سره مخ شوي دي. دوی وايي په کابينه کي د بدلونونو په رامنځ ته کيدو سره به د سمون اصلي موخه تر لاسه نشي

د عراق حکومت د فساد پر وړاندې د نیوکو او په ځانګړې توګه ددې هیواد د پیژندل شوي روحاني مقتدی صدر د پلویانو له لوري د لاریونو د فشار له مخې نوې کابینې رامنځ ته کولو ته اړ شوخو له دې سره حکومت ونشو کولای ترڅو داسې یوه کابینه رامنځ ته کړي چې تولو ته د غوښې وړ وي. عراقي کارپوهان وایي: د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي له لوري د کابینې د نوم لړ په وړاندې کیدو او ددې کسانو په ګمارلو سره به د سمون په برخه کې اصلي موخې تر لاسه نشي. دوی ویلي د عراق په کابینه کې باید تکنو کراتان ځای پر ځای شي

مجلس عراق
مجلس عراق

.

هادي جولا؛ “ځینې سیاسي ګوندونه د لوموړي وزیر حیدر عبادي له لوري د کابینې وړاندی شوی نوم لوړ نه مني. زه فکر کوم چې ددې کسانو په ټاکلو سره به اصلي موخې تر لاسه نشي دې کسانو په هغه بهیر کار کړی وو کوم چې ټاکل شوې وه خپلې موخې تر لاسه کړي خو د نوې کابینې رامنځ ته کول به ستونزه هواره نکړي.”

فريد شيلان؛ “زه فکر نکوم چې دا سمون به ټولې ستونزې هوارې کړي خو کیدای شي چې د ستونزو کچه را ټیټه شي نوي وزیران د هیواد پالیسۍ جوړونکي دي خو وزارت خونې داسې کسانو ته اړتیا لري چې ښه مجري وي.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې ستونزې د ډيرښت په حال کې دي او عراقي ځواکونو د داعش پر وړاندې پر ځینو بریدونو لاس پورې کړی دی چې تر اوسه یې له ډيریو سیمو څخه ددې ډلې وسله وال په شا کړي دي.

د عراق پوځي چارواکیو ویلي: دوی د موصل ښار یوه برخه له داعشه پاکه کړې ده د عراق پوځ ویلي په روان کال کې به موصل له داعش ځخه پاک کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *