د امریکا دولت په ۲۰۱۱ کال کې د ماهان شرکت تورن کړی وو چې د سپاه پاسداران له قدس ځواکونو سره نږدې همکاري لري او د سوریې حکومت ته وسلې لېږدوي.

ریاض سعودي عربستان ته د ایراني هوایي شرکت ماهان الوتنې منع کړي دي.

د سعودي چارواکو ددې پرېکړې له مخې، د ماهان الوتکې د عربستان په هوایي ډګرونو کې د ناستې او یا هم ددې هېواد له آسمان څخه د تېرېدو اجازه نه لري.

د منع کېدو علت150802221746_iranian_plane_640x360_afp_nocredit د ماهان لخوا “د نړیوالو الوتنو پر خوندیتوب له ناظرو قوانینو او ضوابطو اداري سرغړونې” ویل شوي دي.

دا ممنوعیت په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې پرې دي.

تېرکال په پلازمېنه تهران او مشهد ښار کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ د شیعه روحاني د اعدام معترضو کسانو د برید له امله ریاض له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ (حمل/ وري ۷مه) هیله وښوده چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو اختلافونو ته حل لاره پیدا شي.

خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، که ایران له سعودي او نورو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی، باید د خپل “انقلاب له صادرولو” لاس واخلي.

تهران او ریاض د سوریې د کړکېچ په تړاو د نظر جدي اختلاف لري.

د امریکا دولت په ۲۰۱۱ کال کې د ماهان شرکت د سپاه پاسداران له قدس ځواکونو سره په نږدې همکارۍ او د سوریې حکومت ته د وسلو پر لېږد تورن کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *