سعودي شهزاده: مونږ له ترکیې سره دداعش په وسیله پر اروپا د فشار په هکله هوکړه کړې ده

په انګلستان کې میشت د سعودي عربستان یوه شهزاده چې نه ي دي غوښتي نوم یې واخستل شي ویلي: د سوریې د حالتو په هکلERDOGAN-SALMANه ترکیه او سعودي عربستان په تر ډيره ناخوښه دي او پر دې نیوکه کوي چې اروپایان نشي کولای د سوریې په هکله یوه پریکړنده پریکړه وکړي.

ددې ریپوټ له مخې: ده د خپلو خبرو په لړ کې د سوریې حالاتو ته په اشارې سره ویلی: مونږ په دې آند یو که چیرې اروپایي هیوادونو د سوریې په هکله پریکړنده ګام پورته کړی وی اوس به د بشار اسد مسله یوې خواته شوې وه او اوس به مونږ د سوریې په چارو کې د روسي مداخلې او د زهران علوش په څیر د ډلو شاتګ چې زمونږ تر ملاتړ لاندې دي تر ډیره نه وو ځورولي.

ده د خپلو خبرو په لړ کې ویلي: ریاض ته د اردوغان د وروستي سفر پر مهال د دواړو هیوادونو مشرانو پریکړه کړې ترڅو پر اروپایانو فشار راوړی او د سیمې په هکله خپله تګلاره جدي کړي.

د سعودي عربستان ددې شهزاده په وینا: اردوغان او ملک سلمان غواړي ترڅو اروپایي تولنې ته د کډوالو شمیره لوړه کړي او له دې مخې په اروپا فشار راوړي ترڅو د سعودي عربستان او ترکیې غوښتنو ته غاړه کیږدي او د بشار اسد مسله یو اړخیزه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ځینو رسنیو خبر ورکړی چې پّ الرقه ښار کې د داعش پر وړاندې د روسیې د درنو بریدونو وروسته دې ډلې پریکړه کړې ترڅو خپل خلافت د لیبیا سرت ښار ته ولیږدوي.

د ویلو وړ ده چې په دې وروستیو کې د کارنګي بنسټ اینټر نیټي ادارې د کډوالو په هکله پّ وروستي ریپوټ او له سوریې لیبیا ته د ترهګرۍ د مرکزیت لیږدول دا دوه برخې په دوه زره شپاړسم کال کې د اروپا لپاره تر ټولو لوی ګواښونه ښودلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *