د هند لومړی وزير نريندرا مودي سعودي ته په سفر تللی
ټاکل شوې چې ښاغلی مودي به د سعودي له يو شمېر مهمو مشرانو سره وګوري
د هند لومړی وزير نريندرا مودي سعودي عربستان ته تللی چې هلته د دغه هېواد له مشرانو سره د امنيتي او سوداګريزو اړيکو پر سره خبرې وکړي.
وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت يوه کارکوونکي شري کومار، سعودي ته د لومړي وزير نريندرا مودي د سفر په اړه ويلي وو، “دا به د دواړو هېوادو تر منځ د سوداګريزو اړيکو په برخه کې يو لوی ګام وي”، د ده په وینا هند ۲۰ سلنه خام تېل له دغه هېواد څخه اخلي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت له خولې وايي “موږ غواړو دا باوري کړو چې له سعودي څخه د تېلو پېر همداسې دوام وکړي”.
نوموړی زياتوي چې ښاغلی نريندرا مودي به په دې اړه د سعودي له پاچا سلمان سره هم خبرې وکړې.
بل خوا د سعودي خبري اژانس هم د نريندرا مودي د سفر په اړه خبر ورکړی خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکي په وينا سعودي ته د ښاغلي نريندرا مودي سفر ډېر ارزښت لري چې په ترڅ کې به يې دواړه غاړې په سيمه ييزو او نورو مهمو مسلو هم خبرې وکړي.
د شري کومار په وينا په امنيتي برخه کې د مرستو او همکارۍ په اړه به هم خبرې وشي او ټاکل شوې چې نريندرا مودي به د يکشنبې په ورځ د سعودي له سوداګريزو مشرانو سره هم وګوري.
د سوداګرۍ په برخه کې سعودي عربستان د هند يو مهم ملګری بلل کېږي، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري له ۲۵ ميليارد ډالرو څخه ۴۸ ميلياردو ډالرو ته لوړه شوې ده.
دا په تېرو اوو مياشتو کې خليج هېوادونو ته د نريندرا مودي دوهم سفر دي. په سعودي عربستان کې شاوخوا درې ميليونه هندي کارګر پر دندو بوخت دي.