په سنګين، ګرشك او مارجه كې عمليات، ۱۴ مخالفين مړه، ۷ ټپيان
په سنګين، ګرشك او مارجه كې عمليات، ۱۴ مخالفين مړه، ۷ ټپيان
افغان ملي اردو ځواكونو د هلمند په سنګين، ګرشك او مارجه ولسواليو كې تازه عملياتو پر مهال د دوه قومندانانو په ګډون ۱۴ طالبان وژلي او ۷ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه په دې اړه را استول شوې خبرپاڼه وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګرشك په قلعه ګز او د سنګين په اړوندو كې د ۲ طالب قومندانانو په ګډون ۶ مخالفين مخامخ جګړه كې وژل شوي، ۷ نور ټپيان دي او يو كرولا موټر يې هم له منځه وړل شوى دى.
سرچينه همداراز د مارجې په اړه وايي چې هلته د ملي اردو په عملياتو كې ۸ وسله وال وژل شوي دي، خو وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.