د بښنې نړیوال سازمان وایي، ترکیې په زوره زرګونه سوري کډوال اړ کړي دي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ددې سازمان په وینا د ترکیې دا کار د نړیوالو قوانینو نقض دی.

دغه نړی160401084831_syria-refugee_640x360_afp_nocreditوال بنسټ ویلي، د ترکیې – سوریې پر پولې د ترسره کړې څېړنې له مخې، ترکیې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې نیمایي کې (نژدې دوه میاشتې وړاندې) هره ورځ نږدې ۱۰۰ سوري کډوال اړ کړي خپل هېواد ته ستانه شي.

د سوري کډوالو په اړه د ترکیې او اروپا ترمنځ د وروستۍ هوکړې له مخې هغه کډوال چې د پناه غوښتنه یې ردېږي، بېرته ترکیې ته استول کېږي. خو د بښنې سازمان وایي، راپورونه ښيي چې ترکیه د کډوالو لپاره امن هېواد نه دی.

د پناه غوښتونکو د حقونو په برخه کې فعالې ډلې پر دې اندېښمن دي چې دا هوکړه به د پناه غوښتونکو له حقونو سره په تضاد کې وي.

دا ډله همداراز وایي، په سرحدي سیمو کې شدید محدودیتونه او د ویزې په اړه نوي قوانین سوري کډوال اړ کوي چې د پیسو په ورکولو د قاچاق وړونکو لمنه ونیسي.

د ترکیې دولت داسې هرډول راپور رد کړی چې وایي سوري کډوال په زوره بېرته ستنول کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *