کيداي شي د سوريي په هکله اساسي خبري د راتلونکي اوني د دوشنبه په ورځ پيل شي
د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو خانگړي استازي اسټيفن دميستورا ويلي کيداي شي د سوريي په هکله اساسي خبري د راتلونکي اوني د دوشنبه په ورځ پيل شي ده زياته کړې لنډ مهالي حکومت او د ټاکنو تر سره کيدل د ناستي له اصلي موضوعاتو څخه شميرل کيږي
استيفن دي ميستورا – نماينده ويژه سازمان ملل براي سوريه
” مونږو د غیر رسمي خبرو لپاره هم چمتوالی نیولی دی. په هوټلونو کې یا هم دلته. له هرچا سره چې دلته راځي، خو جدي خبرې به له څوارلسمې نیټې وروسته د دوشنبه په ورځ پیل شي.”
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په وینا پّ سوریه کې د یوه لڼډ مهالي حکومت رامنځ ته کیدل او ټاکنو ته د لارې هوارول چې مشري به یې ملګري ملتونه کوي، ددې خبرو له اصلي موضوعاتو څخه شمیرل کیږي. د سوریې په هکله خبرې تیره میاشت کله چې د سوریې دولت او وسله والو مخالفینو استازي له یوه بل سره مخامخ خبرو ته حاضر نشول دا بهیر وځنډول شو له دې وروسته دواړو خواوو د دوه اونیو لپاره اوربند ته غاړه کیښوده. او دا اوربند له دیارلسو ورځو راهیسې پیل شوی چې په دې سره لسګونه زره اړو سوریانو ته دمرستو رسولو لاره هواره شوه