پر يمن د سعودي عربستان په يوه بل هوايي بريد کي ۴۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي په دي بريدونو کي د صنعا په شمال ختيځ کي يو مارکيت په نښه شوی او ډيری قربانيان يې ملکي کسان دي

له دي هيواد څخه د رار سيدلو ريپوټونو له مخې، په دې هوایي بریدونو کې چې تیره ورځ ناوخته د صنعا په یوه ځنده کې تر سره 140927075930__77856550_023820842شوي له امله یې څلویښت کسان وژل شوي دي. نړیوالو رسنیو د عیني شاهدانو له خولې لیکلي ویلي په دې بریدونو کې د نهیم سیمې مارکیت په نښه شوی چې له امله یې ډير نور کسان تپیان شوي هم دي. ددې بریدونو ډيری قربانیان ملکي کسان دي. دا لومړی ځل ندی چې عربستان په مشری ایتلاف په یمن کې ملکي کسان په نښه کوي تیره میاشت ملګرو ملتونو د عربستان په مشری ایتلاف په یمن کې د بشر له حقونو څخه په سرغړونې تورن کړ. په دې ریپوټ کې ویل شوي وو د ایتلاف الوتکو په یوسل شلو هوایي بریدونو کې د کورونو او ورغتونونو په ګډون ملکي ودانۍ او سیمې په نښه کړې دي. د عربستان په مشری ایتلاف په یمن کې د تښتیدلي ولسمشر منصور هادي په پلویتوب په دې هیواد کې د حوثیانو پر وړاندې جګړه پیل کړې ده. اوس مهال حوثیان د یمن ډیری سیمې په واک کې لري. د نړیوالو ریپوټونو له مخې تر اوسه پر یمن په هوایي بریدونو او ځمکنیو نښتو کې تر شپږ زره کسان وژل شوي او د یولسو په شاوخواوکې نور ټپیان دي. ملګرو ملتونو په دې هکله د بې پلوه څیړنو غوښته کړې ده له دې سره دې ادارې په یمن کې حالات کړکیچن ښودلي ویلي یې دي: په دې هیواد کې یو ویشت میلیونه کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *