د غزني والي محمد امان حميم ددي کچي د لوړيدو لامل له شرکتونو مالياتو تر لاسه کول ښودلی او دا هغه شرکتونه دي چي په تيرو ديارلسو کلونو کي د سيمه ايزي اداري له لوري ثبت شوي ندي

د غزني والي د ددې ولایت له مستوفیت او نورو کاري ادارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي: په روان کال کې د مالیې وزارت له لوري غزني c2ec3ecfe7e90d211ef7aaa921789c91_Genericولایت ته درې سوه درې څلویښت میلیونه افغانی هدف ټاکل شوی وو خو په روان کال کې دا کچه درې سوه یو نوي میلیونه افغانیو ته رسیدلې ده. ښاغلي حمیم ویلي: یو شمیر شرکتونو له کلونو راهیسې په غزنی ولایت کې فعالیت درلود خو مخکینیو ادارو له لوري ثبت شوي نه وو خو کله چې په روان کال کې ددې شرکتونو د ثبتولو په برخه کې ګام پورته شو د مالیاتو کچه هم پنځه ویشت سلنه لوړه شوه.

له دې سره غزني والي د مالیاتو د را ټولولو او د دولت خزانې ته یې د سپارلو په برخه کې اندیښنه ښودلې ویلي یې دي ددې ستونزې د په ډاګه کولو لپاره یې هم کمیسیون رامنځ ته کړی دی.

په داسې حال کې چې د بهرنیو مرستو د کمښت په هکله خبرې روانې دي د مالیاتو ډیروالی ددې مرستو د تشې د ډکوالي لپاره ښه ټاکنه ده خو تر اوسه هم دا نده روښانه چې پّ تیرو کلونو کې مسولینو ولي ددې شرکتونو او نورو ادارو له ثبت څخه ډډه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *