د سوريې دولت او ددوی وسله والو مخالفينو په مشروط دول پر اوربند هوکړه کړې ده

د سوريې ولسمشر ويلي: له اوربند سره هوکړه کوي خو په دي شرط چي ترهگرتري گټه پورته نکړي او دده وسله والو مخالفينو ويلي روسيه بايد پر دوي بريدونه بند کړي

د سوریې ولسمشر بشار اسد له یوی اسپانوی ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: دولت د اوربند او عملیاتو د بندلولو لپاره چمتو دی خو په دې شرط چې وسله وال مخالفین له دې اورنبده ناوړه ګټه پورته نکړي او پر دې مهال خپلې مورچلې ځواکمنې نکړي.

له دې سره اسد ویلي له160215202146_syria_msf_hospital_640x360_afp_nocredit وسله والو ملاتړې هیوادونه په ځانګړې توګه ترکیه باید وسله والو ته لوژیستیکي مرستې بندي کړي او دوی ته اجازه ونکړي ترڅو ترکیې له وسلې او مهمات راوړي.

بله خوا د وسله والو مخالینو یو شمیر ډلو هم اوربند رامنځ ته کیدو او د عملیاتو بندیدو ته لیوالتیا ښودلې ده خو په دې شرط چې د روسي الوتکو له لوري هوایي بریدونه بند کړل شي او دولتي سرتیري ددوی تر واک لاندې سیمو ته د مرستو روسول اجازه ورکړي.

بشار اسد آل پیس ورځپاڼې ته ویلي د سوریې دولتي سرتیري په بشپړه توګه د حلب ښار نیولو ته نږدې شوي دي او د داعش د مرکز یعني د روقي ښآر په لور پر مخ روان دي.

ده زیاته کړې د دولت له لوري ددې ښار په بشپړو نیولو سره به د ملي یوالي حکومت رامنځ ته کیدو په لاره کې ګامونه پورته کړل شي چې ور پسې به ټاکنې او په اساسي قانون کې بدلون رامنځ ته شي.

بله خوا د سوریې ټلویزیون ویلي دولتي سرتیرو د روقي او حلب ښار ځینې نښلیدونکي سیمې نیولې دي.

د سوریې د بشر حقونو څانګې هم ویلي چې دولتي سرتیرو پر رقي ښار د برید لپاره چمتوالی نیولی دی پّ دې وروستیو کې په سوریه کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې ډيرې شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *