آستراليا له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/01/140929041742_ashraf_ghani_640x360_._nocredit.jpg)
آستراليا له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي د آستراليا لومړي وزير نن له ولسمشر غني سره د ليدني پر مهال له دې سره د دوارو هيوادونو د اړيکو پر پرمختيا ټينگار کړی دی
په دې لیدنه کې چې تیره ورځ ماښام مهال په ولسمشری ماڼۍ کې تر سره شوې د افغانستان او آسترالیا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د پخلاینې پر بهیر او د بشرحقونو په هکله خبرې کړې دي. د آسترالیا لومړي وزیر به دې لیدنه کې ویلي: افغانان د جګړې او تاوتریخوالي له امله ډير زیانمن شوي اوی دوی به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
له دې سره ښاغلي غني هم د هیواد له هوایي ځواک، ددې برخې د تخنیک د ساتلو، د کانونو او ابو په مدیریت کې د آسترالیا د مرستو غوښتنه کړې ده.
له ولسمشری ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي، د آسترالیا لومړي وزیر په افغانستان کې د خپلو ځواکونو قومندان ته امر کړی ترڅو له افغان هوایي ځواک سره د تخینیکې مرستو په هکله څیړنې وکړي. له دې سره د آسترالیا لومړي وزیر ښاغلي غني ته آسترالیا ته د سفر بلنه ورکړې ده.