سوریه محاصره شویو کلیو ته د موادو د رسیدو اجازه ورکوي
په محاصره شویو کلیو کې لس ګونه زره خلک ژوند کوي چې ګڼ شمیر کسان پکې لوږې مړه کړیدي
د سوریې حکومت د بشري مرستو ادارو ته اجازه ورکړې چې هغو دریو کلیو ته خوراکي او نور مرستندویه مواد ورسوي چې خلک پکې لوږې مړه کړیدي.
د بې سرحده ډاکټرانو اداره وایي چې درویشت تنه په یوه روغتیاي مرکز کې چې دغه اداره ورسره مرستې کوي، ولږې مړه کړیدي
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو تنظیم کوونکی یعقوب ال هیلو وایي چې په راتلونکو څو ورځو کې به هغو دریو کلیو ته د مرستو مواد ورسیږي چې د سوریې په شمال کې پراته دی او د زیاتې موادې راهیسې کلا بند دي.
دوه کلي چې فوعه او کفرایه نومیږي د سوریې په شمال کې موقعیت لري او اوسیدونکي یې شعیه ګان دي. دغه دواړه کلي د یو کال نه زیات وخت کیږي چې د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا محاصره دي. دریم کلی بیا مضایه نومیږي او د لبنان سره سرحد ته نږدې پروت دی. دا کلي د پروسږکال د جولای د میاشتې راهیسې حکومتي ځواکونو کلابند کړی.
فعالین وایي چې د شعیه ګانو په کليو کې تقریباً دیرش زره خلک ژوند کوي او پدې تیرو څو اونیو کې ګڼ شمیر کسان د لوږې د لاسه مړه شویدي.
د ملګرو ملتونو د مرستو تنظیم کوونکی وایي چې د مضایه په کلې دوه څلویښت زره خلک ژوند کوي چې خوراکي موادو ته سخته اړتیا لري.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې چې کورنۍ جګړه پیل شوه، تر اوسه پکې دوه لکه او پنځوس زره کسان وژل شوي او د یو میلیون نه زیات ژوبل شویدي.