د ترکيې هوايي ډګر چاودنه کې يوه مېرمن وژل شوې
د استانبول ښار هوايي ډګر چاودنه کې يوه مېرمن وژل شوي دی.
د چهارشنبې پر ورځ (۲۳ ډسمبر) د ترکيې رسنيو خبر ورکړ چې د استانبول ښار په صبيحه ګوکجن هوايي ډګر کې يو چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې يوه مېرمن وژل شوې او بل کس ټپي دی.
چاودنه کې وژل شوې، مېرمنه ده چې د شپې له خوا يې د پاکوونکې په توګه د يوه هوايي شرکت لپاره کار کاوه.
راپورونه ښيي په دغه چاودنه کې درې الوتکو ته هم زيان رسېدلی دی.
د ځيو راپورونو له مخې الوتکې یو له بله د درې سوه مېترو په واټن ولاړې وې. ويل کېږي د چاودنې په ځای کې مسافر نه وو.
د ترکيې پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د هوايي ډګر کارکوونکي وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.
په تېرو يولسو مياشتو کې شاوخوا ۲۶ ميليونه مسافرو د صحبيحه ګوکجن هوايي ډکر له لارې سفر کړی دی.
د تېرو څو مياشتو په موده کې په ترکيه کې يو لړ چاودنې او بريدونه شوي، حکومت يې پړه پر “داعش” نومې ډله او د کوردانو پر کارګر ګوند پي کې کې اچوي.