په غزني ولايت کي له شپږو تښتول شويو کسانو څخه دوه تنه يي خوشي شوي دي امنيتي مسولينو ويلي پاتي نور کسان به هم نن خوشي کړل شي

غزني ولایت په روان کال کې د ډیریو برمتو شاهد وو دډې ولایت په ل030C5598-3A53-45F5-B7ED-4501EFFC5E55_mw1024_s_nارو کې د روان کال په لړ کې ډيری کسان برمته شوي چې ځینې یې خوشي او ځینې یې هم وژل شوي دي په روان کال کې ددې ولایت څخه تیره شوې لاره په کراتو د وسله والو له لوري بنده او مساپرین ترې را کښته کړل شوي او خورول شوي دي په دې دول وروستۍ پیښه کې د غزنی قرباغ په لویه لاره د جاغوریو او مالستان شپږ تنه اوسیدونکي برمته شوي دي.

خو نن د جاغوریو ولسوال ظریف شریف له مونږ سره په تلفوني اړیکه کې ویلي چې له دې شپږو کسانو څخه دوه تنه یې خوشي او پاتې نور به یې د نن ورځې تر پایله خوشي کړل شي ده ویلي تر اوسه ددې برمتې موخه نده مالومه

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د لویو لارو د امنیت له خوندي کولو ډاډ ورکړی وو کورنیو چارو وزارت ویلی وو په لویو لارو به امنیتی پوستې ډیروي خو تر اوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *