راپور وايي ښځې او ماشومان تر نورو ډیر په جګړو او طبیعي آفاتو کې اغیزمن کیږي

د ملګرو ملتونو د مرستو نړیوال صندوق په یو تازه نوي راپور کې ویلي، دا مهال نږدې اوه نیم میلون افغانان د ژوند له جدي ستونزو سره مخ دي، چې څه کم درې نیم میلون تنه یې د ژوند له ګواښ سره مخ او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د مرستو نړیوال صندوق د افغانستان لپاره په ټوله کې یوولس نیم میلون ډالرو ته اړتیا لري، چې184056bfc695d63d3a64454742b5d7446b083d67-473x300 له اړو افغانانو سره مرسته وکړي خو دا صندوق اوسمهال نږدې پنځه نیم میلون ډالر په واک کې لري.

دا راپور چې نن یکشنبې په کابل کې د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق (UNFPA) له خوا خپور شو ورکې په ۲۰۱۵ کال کی د نړۍ د نفوس وضعیت څیړل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ په کچه ۱۰۰ میلون وګړي چې ورکې ۲۶ میلونه ښځې او ماشومان شامل دي بیړنیو انساني مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپو رکې چې د ۲۰۱۴ کال په اوږدو کې د افغان وګړو په ځانګړې توګه کورني بې ځایه شوو کسانو د ژوند حالت اروزل شوی، طبیعي پېښې او جګړه یې په افغانستان کې د ناښوالو لوی لامل بللی دی.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، د دې راپور له پایلو څخه په ګټې اخیستنې به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د اړو کسانو ستونزې لرې کړي.

ښاغلي مراد وویل ” د اقتصاد وزارت، نور سکتوري وزارتونه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر څنګ به په ګډه دوامدارې همکارۍ ولرو څو وکولی شو له دې راپور څخه په تصمیم نیونه، د مرستو په رسولو او د خلکو د ستونزو په لرې کولو کې، سمه کټه پورته کړو.”

افغاانستان سره د امریکا نوې مرسته

په ورته وخت کې نن په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو، له افغانستان سره د ژر کارموندنې په برخه کې د ۵۰ میلونو ډالرو مرستې اعلان وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په پام کې ده چې مرسته شوې پیسې زیاته برخه د افغانستان د بیارغونې د صندوق له لارې او ۱۵ میلونه به یې د حرفوي کارونو او د ښځو د کوچنیو تشبثاتو په پروګرامونو ولګول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *