هلمند كې د ملي پوځ عمليات،۳۰ طالبان مړه د هلمند امنيتي مسوولين وايي، د هلمند په ګرشك كې يې د عملياتو په ترڅ كې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي او څلور كړۍ95EA452E-73A4-448D-A50C-9A6E40B43E63_mw1024_s_n ډول ډول ماينونه يې هم له كشف وروسته خنثى كړي دي.

د هملند ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره راستول شوې خبرپاڼه وايي، دغه عمليات د ملي اردو ځواكونو لخوا ګرشك ولسوالۍ په زمبولي، میرمنداب او خړنیکه په سمیو کې شوي چې په پايله كې يې ۳۰تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

خبرپاڼه دغه راز كاږي چې د ملي پوځ سرتېرو د سنګين ولسوالۍ په اړوندو كې ۴ كړۍ ماينونه هم كشف او شنډ كړي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *