په دغو عملياتو کې د چا د نيول کېدو راپور نه دی ورکړای شوی

د پاکستان پوځي چارواکي وايي جنوبی وزيرستان کې يې د عملياتو پر مهال لږترلږه دوه توندلاري وژلي دي.

دوی وايي د 150422111207_north_waziristan_640x360_bbc_nocreditعملياتو پر مهال د ماين یوې چاودنې په پایله کې د پوځ يو سرتېری ټپي شوی دی.

رسنيو داسې راپورونه ورکړي چې د جنوبي وزيرستان د کنډي غر غرنيو سيمو کې د توندلارو پر وړاندې عمليات دويمې ورځې ته غځېدلي دي.

دغه چاڼيز عمليات وروسته له هغې د جمعې ورځې سهار پيل شول، چې امنيتي ځواکونو ته خبر ورسېد وسلوالو په دغه غرنۍ سيمه کې ځانونه پټ کړي.

تر اوسه په دغو عملياتو کې د چا د نيول کېدو راپور نه دی ورکړای شوی.

د عملياتو پر مهال د سړک تر غاړې يوه ځای پر ځای کړي شوي ماين يو سرتېری ټپي کړی.

چارواکي وايي په مدي جان او سپلاتويي سيمو کې امنيتي ځواکونو د توندلارو پر مرکزونو د درنو توپونو ډزې کړې دي.

د پاکستان پوځ له لوري د ضرب عضب عمليات د تېر کال له جون مياشتې راهيسې روان دي او تېره ورځ د خيبر ايجنسۍ په تيراه کې چارواکو د يو شمېر توندلارو د وژل کېدو او د هغوی د مرکزونو ويجاړېدو ادعا وکړه.

په دغو عملياتو کې د پاکستان جيټ جنګي الوتکو هم برخه لرله.

تر اوسه د دغو راپورونو خپلواک پخلی نه دی شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *