غزني كې د ټېلر او ۳۰۳ موټر ټكر، ۳ مړه، ۹ ټپيان چارواكي وايي، د غزني په ګيلان ولسوالۍ كې د يو ټېلر او ۳۰۳ ډوله موټر د ټكر له امله دوه نارينه سورلۍ، يوه ښځه مړه او د ښځو، ماشومانو په ګډون ۹ نور ټپيان ديimages__stories__image__provinces__south__303car1-1.

د غزني د امنيه قومندانۍ وياند فهيم اميري وايي، پېښه نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د ګيلان ولسوالۍ په جنډه سيمه كې د كابل- كندهار پر لويه لار رامنځته شوې ده.

اميري وايي، د پېښې تپيان د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي وضعيت يې هم ډاكټرانو د ډاډ وړ ښودلى دى.

اميري دغه راز د پېښې علت د موټر چلوونكو ګړنديتوب او له ټرافيكي قوانينو سرغړونه په ګوته كړه، خو د پېښې په تړاو يې د موټرو د ډريورانو د نيولو په اړه بې خبري وښوده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *