عمر داودزی: ”اوس پاکستان ته وایو افغانستان به څلوېښت کاله آرام وي او د هر څاڅکي هغې وینې حساب به واخلي، چې په دې هېواد کې بهېدلې ده”.

د افغانستان ځینو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې دورې ځینو چارواکو د ”افغانستان د حراست او ثبات شورا” اعلان کړه، چې وايي هدف یې د اوسني نظام د ګ12376097_945482702171508_3264232741127382921_nډوډۍ مخنیوی او د هېواد د ساتنې او ټیکاو ساتلو د برخلیک په اړه د مسؤولیت احساسول دي.

ددغې شوراې غړي تر ډېره پخواني جهادي مشران دي، چې مشهورې څېرې پکې عبد الرب الرسول سیاف، د کرزي د واکمنۍ وروستیو کې د هغه لومړی مرستیال محمد یونس قانوني، د اقتصاد مخکینی وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د دفاع مخکینی وزیر بسم الله محمدي، د ولسي جرګې اوسنی مشر عبدالرؤف ابراهیمي، د انرژۍ او اوبو پخوانی وزیر محمد اسمعیل خان، د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی او ځینې نور کسان دي.

ښاغلي سیاف د نننۍ غونډې په پیل کې وویل، دغه شورا د اوسني نظام د ړنګېدو ملاتړې نه، بلکې د نظام د اصلاح غوښتونکې ده. دده په وینا، که چېرې روان وضعیت دوام وکړي، هېواد به داسې پړاو ته ورسېږي چې بیا سره یوموټی کېدل به د افغانستان له عُهدې وتلې خبره وي.

ده دا هم وویل، د شورا له جوړولو مخکې یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او له هغه یې غوښتي که چېرې د اصلاح او له اوسني ترینګلي وضعیت نه د وتلو لپاره پروګرام لري، دوی یې په عملي کولو کې لاسنیوی کولی شي.

ښاغلي سیاف وویل، ددغې شورا غړي ځان ته کوم څه نه غواړي، نه غواړي وزارت ولري او یا لوړو څوکیو ته ځانونه ورسوي.

هغه له وسله والو مخالفانو سره د افغان امنیتي ځواکونو مبارزې ته په اشارې سره وویل، اوس زموږ سرتېري د جګړې په کرښو شپږ میاشتې رخصتي نه لري او د خپلې کورنۍ له لیدو بې برخې شوی دی.

   قانوني وویل، که چېرې د ملي یووالي حکومت له دې کبله چې تر یوه کال پورې به لویه جرګه جوړېږي او د اجرایوي مشر برخلیک به د اساسي قانون په تعدیلولو سره مشخص کېږي، اوس د لویې جرګې د نه جوړېدو له امله د اوسني نظام مشروعیت هم تر ټینګې پوښتنې لاندې راځي.

ښاغلي سیاف له دولت وغوښتل چې د مخالفانو پر وړاندې یوازې له امنیتي ځواکونو ګټه وانخلي، بلکې په وینا یې د جهادي ډلو او ولس نه د همکارۍ له لارې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

سیاف د سولې بهیر ته په اشارې سره وویل، تر اوسه روښانه نه ده چې له دولت سره د سولې مقابل لوری څوک دی، او دا هم واضح نه ده چې شخړه او اختلاف د څه شي پر سر دی.

ده وویل، د شورا غوښتنه دا ده چې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي سیستمونو کې اصلاحات راشي، او داسې ټاکنې ونه شيو چې په نړۍ کې د افغانستان د بدنامۍ او خجالت لامل وګرځي.

اوس د پاکستان د بدبختۍ وار دی

د غونډې یوه بل ویناوال او د شورا غړي عمر داودزي وویل: ”د ملي یووالي حکومت د کار په لومړیو کې مو هم ورته وویل چې ولسمشره له پاکستان نه له سوال کولو ډډه وکړه، ځکه په دې لاره چې تاسو روان یاست، ترکستان ته تللې ده، خو اوس وایو د سولې دا لار چې تاسو نیولې ده، هدیرې ته تللې ده”.

ده وویل، ۴۰ کاله وړاندې، کله چې پاکستان نه و، افغانستان یو آرام هېواد و او کله پاکستان یو اتوم لرونکی هېواد شو، افغانستان کې یوازې جګړه وه. ”اوس پاکستان ته وایو افغانستان به څلوېښت کاله آرام وي او د هر څاڅکي هغې وینې حساب به واخلي، چې په دې هېواد کې بهېدلې ده”.

د ملي یووالي حکومت مشروعیت

بل خوا، ددغې شورا غړي محمد یونس قانوني وویل، د شورا اصلي موخه د افغانستان ساتنه او ثبات دی. ښاغلي سیاف وویل، ددغې شورا غړي ځان ته کوم څه نه غواړي، نه غواړي وزارت ولري او یا لوړو څوکیو ته ځانونه ورسوي.

هغه وویل، شورا یې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره پروګرامونه جوړ کړي، چې د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې به یې خپل استازي ګډون کوي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به هم خپل استازی ولري.

قانوني وویل، که چېرې د ملي یووالي حکومت له دې کبله چې تر یوه کال پورې به لویه جرګه جوړېږي او د اجرایوي مشر برخلیک به د اساسي قانون په تعدیلولو سره مشخص کېږي، اوس د لویې جرګې د نه جوړېدو له امله د اوسني نظام مشروعیت هم تر ټینګې پوښتنې لاندې راځي.

ده وویل، نور افغانان له دې ستړي شوي، چې د یوې څوکۍ لپاره دوه کسان وټاکل شي، چې په وینا یې ”د لویو پرېکړو لپاره باید پخپله افغان ولس پرېکړه وکړي، نه دا چې دوه کسان سره کښېني او یوه هوکړه وکړي، دا کار یوه لویه تېروتنه ده”.

د افغانستان له لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو وروسته، د ملي یووالي حکومت د جوړېدو پر سر د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه.

د غونډې بل ویناوال، او د اقتصاد پخواني وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، د شورا بله موخه په افغانستان کې له فساد سره مبارزه کول دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي هم وویل، اندېښنه دا ده چې اوس د دولت وسله وال مخالفان تر ډېره په تهاجمي حالت کې دي، او دولتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *