ولسمشر اشرف غني ويلي چې لا هم د هېواد په پوهنتونونو کې تشې او ستونزې شته او د هېواد ټول علمي مرکزونه بايد له نوري فايبر شبکې سره ونښلول شي.

د ارګ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې تېر ماښام په لوړو زده کړو وزارت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د يوولسم کنفرانس پرانيست غونډ2ې ته کړې دي.

ولسمشر غني ويلي چې د نوري فايبر له شبکې سره د ټولو علمي مرکزونو نښلول، د استادانو په منځ کې د پوهې د پرمختګ ، ګټورو او بنسټيزو څېړنو لپاره زمينه مساعدوي.

غني زياته کړه چې د افغانستان لوړې زده کړې بايد د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له علمي سرچينو سره د انټرنېټ له لارې ونښلول شي او افغانستان وکولى شي چې په نړۍ کې د پرمختګ له نعمت څخه ګټه واخلي.

نوموړي زياته کړه چې د هېواد په پوهنتونونو کې درسي سيستم تر اوسه هم اداري ستونزې او تشې لري، خو د يوه موخه لرونکي او منسجم مديريت له لارې کولى شو چې دا تشې له منځه يوسو.

هغه دا کنفرانس با اهميته وباله او له لوړو زده کړو وزارت يې وغوښتل چې د دغه کنفرانس په اړه خپل وروستي وړانديزونه ارګ ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د المان سفير مارکوس پودزل، دې کنفرانس ته وويل چې هېواد يې د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره د پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې مرسته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *