د افغانستان، قزاقستان، تاجکستان او چين هېوادونو چارواکو په اقتصادي، امنيتي، سياسي او نورو برخو کې پر اړينو همکاريو ټينګار وکړ.

د يادو هېوادونو چارواکو دغه څرګندونې پرون د شانګهاىindex_21 سازمان د لومړي وزيرانو په ١٤مه غونډه کې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتره د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله پرون د قزاقستان هېواد له لومړي وزير کريم ماسيموف، د تاجکستان له لومړي وزير قاهر رسول زاده او د چين له لومړي وزير لي کېچانګ سره وليدل.

عبدالله د قزافستان له لومړي وزير سره په ليدنه کې د تعلیمي او کلتوري همکاریو د زیاتوالي تر څنګ، په اقتصادي، پرمختیايي، ترانزیټي، سوداګریزو او ترانسپورټي برخو کي د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړې.

د سرچيني په حواله، اجرائیه رییس د قزاقستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کي نوموړي ته له افغانستان څخه د رسمي لیدني بلنه ورکړه او د قزاقستان لومړي وزیر هم ورته هرکلی ووایه.

عبدالله وويل چې په دغه رسمي سفر کي به د دواړو هېوادونو ترمنځ په پورته ذکر شوو برخو کي لازم پلانونه، فعالیتونه او طرحې تر بحث لاندې ونیول شي، څو دواړې خواوې ورڅخه اساسي ګټې پورته کړي.

هغه یادونه وکړه چې افغانستان د نورو ترهګريزو ډلو تر څنګ د داعش پر ضد هم کلکه مبارزه کوي.

دغه راز د قزاقستان لومړي وزیر کریم ماسیموف وويل چې افغانستان د قزافستان يو ښه ملګرى او باوري همکار دى.

نوموړي زیاته کړه چې په اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزو برخو کي خورا ډېر فرصتونه شته او یوازې عملي ګامونو پورته کولو ته اړتيا ده.

ماسیموف زیاته کړه چې دوی د یوه ښه همکار په توګه هیله لري چې افغانستان پر یوه سوله ییز هېواد بدل شي.

دغه راز اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د تاجکستان له لومړي وزير قاهر رسول زاده سره په ليدنه کې وويل چې افغانستان او تاجکستان د کلونو په اوږدو کې له یو بل سره ښې اړيکې درلودې او هېواد یې هیله لري چې دغه اړيکې په مختلفو برخو کې پراختيا ومومي.

عبداله وویل چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختيا په موخه د بین الحکومتي کمېسيون د کار پیل خورا مهم دی او کابل چمتو دی چې په راتلونکو میاشتو کي د یاد کمېسیون د لومړنیو کارونو کوربه شي.

دغه راز د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده وويل هېواد يې هيله لري چې په افغانستان کې دایمي امن ټينګښت ومومي.

رسول زاده وویل چې دوی له خپل اوسني پلان سره سم په راتلونکو کلونو کي افغانستان ته نوره وارداتي برېښنا ورکوي او پلان لري چې تعلیمي برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.

دغه راز د هېواد اجرائيه رييس د چين له لومړي وزير سره په ليدنه کې غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد له نفوذ څخه په مثبتې ګټې اخیستنې سره د سیمې هېوادونه له افغانستان سره صادقانه همکاریو ته چمتو کړي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کي امنیت د سیمې په ګټه دی او دلته د امنیت تر راتګ وروسته اقتصادي فعالیتونو او پانګونې ته په اسانۍ سره لار هوارېږي.

نوموړي وویل چې چین دې خپل پانګوال او شرکتونه وهڅوي څو په افغانستان کي پانګونه وکړي.

دغه راز د چين لومړي وزير وويل چې هېواد یې د یوه باثبات، ازاد او پر پښو ولاړ افغانستان غوښتونکی دی او په دې برخه کي هر راز مرستې او همکارۍ ته تیار دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي؛ ځکه چې يو با ثبات افغانستان تر ټولو زیات د چین په ګټه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *