د کورنۍ د اتو غړو د وژلو په تړاو شکمن کسان نیول شوي
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د اتو غړو د وژل کېدو په تړاو یې دوه شکمن کسان نیولي او دا مهال پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
تېره ورځ د نوموړي ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې پنځه ماشومان او د هغوی مور، پلار او نيا په ډزو وژل شوي موندل شوي وو. چې ظاهرا د ورغليو مېلمنو له لوري وژل شوي وو.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي نن یوې خبري ناستې ته ويلي، د بهسودو ولسوالۍ د یوې کورنۍ اته غړي چې په خپل کور کې وژل شوي، تر وژل کېدو مخکې مسموم شوي وو.
ښاغلی کندوزی وايي د وژل شويو کسانو په اړه له پېښې اته څلویښت ساعته وروسته خلک خبر شوي دي.
د ننګرهار د امنې قومندانۍ چارواکي وايي وژل شوی کس یو سوداګر و او ښايي د خپلوانو له لوري ېې دی او کورنۍ وژل شوې وي.
د سیمې یوه قومي مشر ملک نعمت چې د مقتولينو په ګاونډ کې اوسېږې زمونږ همکار خوشحال تايب ته ويلي “چې څوک فکر هم نه شي کولى چې په انسانانو کې به داسې وژونکى هم رامنځ ته کېږي چې د کوچنيانو په سر وسله ږدي او وژني يې”.