په يمن کي ډيری روغتونونه د جگړې او د عربستان په مشری د ايتلاف په هوايي بریدونو کي له منځه تللي او کوم روغتونونه چي پاتي دي د درملو او نورو امکاناتو له س411346خت کمښت سره مخ دي

له یمن څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په یمن په ځانګړې توګه په پلازمینې کې ډيری روغتونونه د هوایي بریدونو او جګړو له امله له منځه تللي او د ګوتو په شمیر روغتونونه چې پاتې دي له سختو روغتیایي کمښتونو سره مخ دي. په صنعا کې د سرې میاشتې ویاند ویلي: په دې هیواد کې بشري حالت له یوه ناورین څخه لږ نه دی، هره ورځ په دې هیواد کې پنځه ویشت کسان وژل کیږي او یوسل پنځه ویشت نور ټپیانیږي. په یمن کې دا حالت له نهو میاشتو راهیسې دوام لري. ریمال کمال ویلي خلک له بیلا بیلو اړخونو څخه زیانمن شوي دي له یوې خوا د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه دوام لري او له بلې خوا یمني ډلې په خپلو کې سره ښکلې او تر ټولو مهمه یې داده چې ډيری سیمې کلابندې شوي چې هیواد ته د اړینو توکیو را واردول یې ناشونې کړي دي.

په صنعا کې د جهوري روغتون مسولینو هم ویلي په یمن کې جګړې او پر دې هیواد کلابندۍ خلک له ناورین سره مخ کړي دي.

داکتر محمد منصور – ” له نړۍ څخه د مرستې غوښتنه کوو مونږ د درملو او نورو وسایلو له کمښت څخه ډير ځوریږو مونږ ناورین په حالت کې یو.”

محمد زيد – ” په یمن کې اوضاع د اندیښنې وړ ده درملو ته لاس رسی ستونزمن دی لکه چې د سرطان ناروغی درمل مونږ د دیریو نارغیو لپاره درمل په واک کې نلرو.”

د سرې میاشتې ویاند ویلي: پّ تیرو نهو میاشتو کې په روغتونونو او روغتیاي مرکزونو له سلو ډیر بریدونه شوي او اوس هم دا ودانۍ په امن کې نه دي ده ویلي ډيری ډاکټران او ناروغان د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ورستیو ریپوټ له مخې چې تیره ورځ خپور شو تر اوسه په یمن کې اته زره اته اویا کسان وژل شوي او اته ویشت زره نور ټپیان دي او ددې قربانیانو نیمایي یې ښځې او ماشومان دي. دا پّ داسې حال کې ده چې د یمن اتیا سلنه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري بله خوا ویل شوي چې په یمن کې به تر یوې اونۍ اوربند پلی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *