ځینې ګاونډیان ترهګري صادروي ځینې د همکارۍ لاس راکوي
ولسمشر غني وویل، ترکمنستان ددې پر ځای چې له نورو همکاري وغواړي، ګاونډیانو ته یې د همکارۍ کولو لاس اوږد کړی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې د ” سولې، امنیت او پرمختګ لپاره د بې پرې پالیسو او نړیوالو همکاریو کنفرانس” کې وویل، ترکمنستان له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب کوي.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، ولسمشر غني دا هم وویل د افغانستان ځینې ګاونډیان د همکارۍ د لاس اوږدولو پر ځای افغانستان ته ترهګري صادروي، خو په وینا یې ترکمنستان د همکارۍ لاس را اوږد کړی دی.
ولسمشر غني ترکمنستان په سیمه کې د ښه ګاونډي یوه بېلګه ګڼلې ده، چې په وینا یې په همکارۍ یې اقتصادي غوړېدا رامنځ ته کېدای شي.
د افغانستان ولسمشر وویل: ”موږ له دوو فرضیو سره مخامخ یو: نهیلي، بې وزلي او د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د زیاتولو لپاره له فرصتونو ګټه اخیسته او هیله مندي”.