پوټين په سوريه كې د روسي ځواكونو د عملياتو پر چټكتيا ټينګار كړى روسيې د هغو نظامي مرکزونو د له منځه وړلو حکم كړى، چې په سوريه کې د روسيې پر سرتېرو بريدونه كوي.

د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين يوې نظامي غونډې ته په وينا کې ويلي، چې په سوريه کې د وسله والو په ضد خپل عمليات چټک او هر هغه مرکز په نښه کړي، چې د روسيې پر نظامي اډو بريدونه کوي7BCD7BA1-65AE-42C7-8CE7-C26B470DD147_w640_r1_s.

د نوموړي په خبره، په سوريه کې د امريکا متحده ايالتونو چارواکو او همدا راز اسراييلي حکومت سره په تماس کې دي، ترڅو نظامي عمليات يې همغږي اوسي.

په همدې حال کې د روسيې د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د سوريې نږدې اويا فيصده خاوره د داعش وسله والو په ولکه کې ده.

د دفاع وزارت په خپل خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې په سوريه او عراق کې د داعشيانو شمېر کابو شپېته زرو وسله والو ته رسېږي، چې ښايي دغه شمېر نور هم زيات شي.

د روسيې د دفاع وزارت دغه راز اندېښنه ښودلې، چې ښايي داعش د جنوبي قفقاز هېوادونو کې هم نفوذ وکړي.

بلخوا د ايټاليا پايتخت روم کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې امريکا غواړي د وسله والو تر ختمولو وروسته د بشار الاسد حکومت نسکور کړي، چې په خبره يې دا کار ناشونى او غير منطقي ګڼل کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *