د عراق لومړي وزير بهرنيو چارو وزارت ته حکم کړی ترڅو د ترکيي په هکله امنيت شورا ته د شکايت تر څنگ له دوی څخه له عراقه ترکي ځواکونه وتلو ته اړ کړي

له دي سره ډيری عراقي، ديني او سياسي مشرانو له ترکيي غوښتيIMG11361602 ترڅو خپل ځواکونه ددوی له خاورې وباسي

د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي له العراقیه ټلویزیون څخه په خپرې شوې مرکه کې یو ځل بیا له ترکیې وغوښتل ترڅو خپل ځواکونه ددوی له خاورې وباسي. له دې سره ده له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي ترڅو د ترکیې دډې ګام په هکله امنیت شورا ته شکایت وکړي او له دوی څخه وغواړي ترڅو پر ترکیې د فشار په راوستلو سره انقره دې ته اړ کړي چې خپل سرتیري د عراق له خاورې وباسي.

عراق دولت ددوی خاوري ته د یوسل پنځوسو ترکي سرتیرو استول یو تیری ښودلی ویلي یې دي ترکیې ددوی له خوښې پرته عراق ته خپل سرتیري استولي دي.

حيدر عبادي – ” عراق ته د حکومت له خوښې پرته د ترکي سرتیرو استولو له ترهګری سره په جګړه کې مرسته نشي کولای بلکې دا پر عراق ښکاره تیرۍ ګنل کیږي په عراق کې له ترکیې پرته د هیواد سرتیري له اجازې پرته شتون نلري ترکې ځواکونه زمونږ له اجازې پرته دلته راغلي دي.”

په عراق کې لوی مرجعیت آیت الله سیستاني هم له خپل حکومته غوښتي ترڅو د ترکیې تیری ونه زغمي ده د عراق له ګاونډویو هیوادونو غوښتي ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په بهانه خپل ځواکونه له اجازې پرته ددوی هیواد ته ور وانستوي ده ویلي حکومت د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع دنده لري او په هیڅ صورت باید تیری ونه زغمل شي. همدارنګه د عراق یوه بل پیژندل شوي شخص مقتدا صدر هم د دوی خاورې ته د ترکې سرتیرو ورتګ یو تیری ښودلی او پر وتلو یې ټینګار کړی دی.

مقتدي صدر – “ټول په دې پوهیږې چې د امریکا د تیرې پر وړاندې جنګیدلي یو او تر اوسه جنګیږو او نن هم د ترکیې په هکله داسې اوریدل کیږي چې دې تیري هم ځواب ورکولای شو که چیرې ترکیه په دې هکله پریکړه ونکړي نو مونږ به ګام پورته کړو.”

خو د ترکیې چارواکي وایي دوی عراق ته د خپل سرتیري د تیرې هوکړې له مخې استولي دي ترڅو عراقي ځواکونو ته روزنه ورکړي او انقره به خپل سرتیري له عراقه ونباسي.

رجب طيب اردوغان- ” مونږ خپل سرتیري نه باسو مونږ د سرتیرو د روزنې په هکله یوې هوکړې ته سره رسیدلي یو مونږ خپل جنګي ځواکونه سیمې ته ندي استولي مونږ د خپلو هغو سرتیرو د امینت لپاره دا سرتیري استولي کوم چې اوس مهال د روزنې په ورکړه بوخت دي”

ترکي ځواکونه چې شمیره یې یو سل پنځوسو کسانو ته رسیږي د موصل په ښار کې ځای پر ځای شوي

له دې سره اردوغان ویلي که چیرې د ترهګری پر وړاندې عراق لاس په کار نشي نو دوی به په ډې برخه کې ګام پورته کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *