د سوک وهنې يا باکسنگ وتلې څهرې محمد علي د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې د جمهوري خوا گوند دکانديتورۍ د هيله من ډونلډ ټرمپmuhammad-ali_1631x1200 په هغه څرگندونو نيوکه کړې ده چې ويلي يي وو” امريکا ته د مسلمانانو په ورتگ بايد بنديز ولگول شي”.

د ښاغلي ټرمپ د نوم اخيستو پرته ښاغلي علي په ليکلې وينا کې تاکيد کړى ” مسلمانان بايد دهغه کسانو په مخ کې راپورته شي چې خپلو شخصي هدفونو لپاره د اسلام نوم کاروي”.

محمد علي چې درې ځله د سوک وهنې نړيوال قهرمان پاتې شوى، د نړۍ يو ترټول زيات مشهور مسلمان شخصيت دى.

ښاغلي ټرمپ ويلي دي چې پراخو نيوکو سره سره به ټاکنيزو سياليو څخه نه په شا کيږي. سپينې ماڼۍ ويلي دي چې د مسلمانانو په اړه د هغۀ څرگندونې ښاغلى ټرمپ په ټاکنو کې له برخې اخيستو ” منع” کوي.

محمد علي د اسلامي دولت په نوم ډلې لخوا د ترسره کيدونکي تاوتريخوالي غندنه هم وکړه او وې ويل چې دا ” وژونکو د رښتيني اسلام په اړه خلکو ته بد انځور وړاندې کړى دى”.

د ښاغلي علي وينا ” د ولسمشرۍ هغه کانديدانو ته متوجه ده چې امريکا ته د مسلمانانو په ورتگ د بنديز وړانديز کوي”. ده زياته کړي هغوي ” دې ويناوو سره د ډېرو کسانو مخه نيولې چې د اسلام په اړه ځانونه پوه کړي”.

د سوک وهنې دې پخواني اتل د اسلامي دولت په نوم ډلې لخوا د ترسره کيدونکي تاوتريخوالي غندنه هم وکړه او وې ويل چې دا ” وژونکو د رښتيني اسلام په اړه خلکو ته بد انځور وړاندې کړى دى”.

محمد علي وړاندې ليکي ” د پاريس له بريدونو او روانې اونۍ کې له ښودل شوې کرکې وروسته زه د مسلمانانو دا اندېښنه محسوسومه چې هغوي به د نورو د کړنو له امله زورول کيږي”.

د ډونلډ ټرمپ څرگندوونو د فيس بک د مشر په گډون د گڼو مشرانو غبرگونونه راپارولي دي. اسراييلو هم د هغۀ په څرگندوونو نيوکه کړې ده . ددې نيوکې وروسته ښاغلي ټرمپ اسرايلو ته خپل پلان شوى سفر ځنډولى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *