سوریه کې هوايي برید ۲۶ ولسي وګړي وژلي
بریتانیا تېره اونۍ په سوریه کې له ایتلاف سره د بمباریو په چاره کې خپل ګډون تایید کړ.
په سوریې کې د بشري حقونو فعالان وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې په هوايي بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د دغو فعالانو په وینا، دا برید ښايي د امریکا په مشرۍ ټلوالې لخوا شوی وي. امریکا تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی، خو په بغداد کې یې یوه ویاند ویلي، چې د دې رپوټونو په اړه به پلټنې وشي.
د سوریې د بشري حقونو د څار برتانیا مېشتې ټولنې د سوریې فعالانو له خولې ویلي، چې په دغو بریدونو کې د حسکه ولایت د الخان کلی ویشتل شوی دی. د دوی په وینا، دا کلی ځکه په نښه شوی، چې لا هم د “اسلامي دولت” ډلې د جنګیالیو تر ولکې لاندې دی.
تر دې وړاندې د سوریې حکومت پر امریکايي ټلوالې تور پورې کړ، چې په یوه هوايي برید کې یې د دغه هېواد درې سرتېري وژلي دي. د امریکا د پوځ ویاندانو دا خبره رد کړې ده.
د امریکا په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۴ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې هغه سیمې په نښه کوي چې “اسلامي دولت” ډله پرې واکمنه ده، خو په بمباریو کې د دمشق له چارواکو سره همغږي نه لري.
د روسیې جنګي الوتکو هم د تېر کال له سپتمبر میاشتې راهیسې د سوریې ضد مخالفانو پرضد هوايي بریدونه پيل کړي دي.
تېره اونۍ دغه ایتلاف د “اسلامي دولت” پر تېلي سرچینو او بنسټونو د سوریې په ششمال او ختیځ کې هوايي بریدونه وکړل.
په بیروت کې زموږ خبریال جیم میور وايي، د هوايي بریدونو پراخول دا وېره هم لري، چې د بریدونو هدف ولسي وګړي وګرځي.
بریتانیا تېره اونۍ په سوریه کې له ایتلاف سره د بمباریو په چاره کې خپل ګډون تایید کړ.
ملګرو ملتونو د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، هڅه یې دا ده چې ۲۰٫۱ میلیارد ډالر راتلونکی کال پر بشري مرستو ولګوي، چې پنځمه برخه به یې سوریې ته ځانګړې شي.