د اتريش حكومت دريو مياشتو لپاره بيړنى حالت اعلان كړ
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/12/413.jpg)
د اتريش حكومت دريو مياشتو لپاره بيړنى حالت اعلان كړ د اتريش د کورنيو چارو وزير يوهانا ميکل پرون د ترهګريزو بريدونو له وېرې پخپل هېواد کې درې مياشتنى بېړنى حالت اعلان کړ.
نوموړى وايي، که څه هم په دې برخه کې د سياسي ډلو له مخالفتونو سره مخ شوي، خو په پايتخت وين کې به لږ تر لږه د درېيو مياشتو لپاره بېړنى حالت نافظ وي.
د هغه په وينا، دوى په يو لړ پلټنو کې له داعش سره د ملګرتيا په تور يو شمېر کسان نيولي هم دي، چې ورڅخه څېړنې پيل شوې دي.