منیم له ۱۹۸۹ کال نه تر ۱۹۹۹ پورې د ارجنټاین ولسمشر و.

د ارجنټاین یوې فدرالي محکمې مخکینی ولسمشر کارلوس منیم د پیسو په بډو وهلو په تور له مجرم پېژندلو وروسته په څلورنیمو کلونو بند محکوم کړی دی.

۸۵ کلن منیم اوس ځکه خوندي دی، چې د مشرانو جرګې غړیتوب لري، او شاید ونه نیول شي.

پر نوم151202091120_151202081858_argentina_menem_sentenced_to_jail_for_embezzlement_640x360_afp_nocreditوړي د بند حکم دوه کاله وړاندې صادر شوی و، چې ګني د وسلو په قاچاق کې یې لاس درلود، خو ونه نیول شو.

د مالیې وزیر دومینګو کافالو هم د هغه د واکمنۍ پرمهال (۹۰مه لسیزه کې) په ارجنټاین کې د اقتصادي غوړېدو پرمهال په اختلاس تورن شوی و.

پر کافالو د درو کلونو او درو میاشتو بند حکم شوی و.

کافالو به تر راتلونکې مارچ میاشتې پورې ددې لپاره آزاد ګرځي، چې محکمه یې د دوسیې جوړولو لپاره نور اسناد راغونډ کړي.

حکمې ویلي، دواړو تورنو هوډ کړی و چې په ناقانونه توګه د استخباراتو جګپوړو افسرانو ته اضافي پیسې ورکړي.

محکمې دا هم ویلي، چې منیم او کافالو هم له دغو ورکړل شویو ناقانونه پیسو یوه اندازه ترلاسه کړې دي.

په ۲۰۱۳ کال هم منیم ایکوادور او کرواتیا ته د وسلو او نورو توکو د قاچاق په تور د بند سزا ټاکل شوې وه.

پر نوموړي دا تور هم و، چې ګني په ۱۹۹۴ کال یې په بوینس آیرس کې پر یهودي مرکز د برید په تړاو څېړنو کې خنډ او ځنډ اچولی و.

مینګو کافالو (ښۍ خوا ته) د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ د ارجنټاین د مالیې وزیر و

په یاد برید کې لږترلږه ۸۵ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

منیم له ۱۹۸۹ کال نه تر ۱۹۹۹ پورې د ارجنټاین ولسمشر و.

د هغه وکیلان وايي، موکل یې د روغتیايي ستونزو له کبله د محکمې د سې شنبې ناستې ته حاضر نه شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *