د جرمني کابينې د داعش پر ضد د جګړې ملاتړ وکړ
د جرمني کابينې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د فرانسې د پلانونو ملاتړ کړی دی.
فرانسه غواړي په سوريه کې د داعش يا اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه وکړی.
جرمني دا پرېکړه له هغه وروسته کړې چې د فرانسې ولسمشر د پاريس له بريدونو په تعقيب ترې د دې ډلې پر وړاندې د جګړې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
ويل کېږي د جرمني ځواکونه به خپله په دې جګړه کې برخه واخلي.
د پارلمان دغړو له ملاتړ وروسته به دا له جرمني بهر د دې هېواد تر ټولو لوی پوځي عمليات وي.
بل خوا د بريتانيا پارلمان به هم د چهارشنبې پر ورځ سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د جګړې په اړه بحث او رایی اچونه کوي.
د جرمني لومړۍ وزيرې څو ورځې وړاندې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره په کتنه کې ویلي وو، هېواد يې د داعش پر ضد د جګړې لپاره هڅې پیل کړې دي.
راپورونه وايي د بريتانيا پارلمان به هم د اسلامي دولت پر وړاندې د جګړې پر غوښتنې د چهارشنبې پر ورځ غور وکړي او د دې اوونۍ تر پايه به په دې اړه خپله پرېکړه صادره کړي.
تېره اوونۍ جرمني ويلي وو، مالی ته به۶۵۰ سرتېری واستوی چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د ۱۵۰۰ فرانسوي پوځيانو مرسته وکړي.
د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې د برخه اخيستو په اړه د سه شنبې پر ورځ د “يو ګو” په نامه د جرمني خبري اژانس يوه نظر پوښتنه خپره کړې وه.
د دغې نظر پوښتنې ۷۱ سلنه برخه اخيستونکو پر جرمني د بريد وېره ښودلې وه. ۴۵ سلنه پوښتل شويو خلکو د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د جګړې په حق کې رايه ورکړې او ۳۹ سلنه يې مخالفت کړی وو.
ددې نه وړاندې جرمني تر ټولو لوی بهرنی پوځي ماموريت په افغانستان کې ترسره کړى دى.