د داعش پر ضد د بريتانيا لومړی وزير پلان وړاندې کوي
د ډېوېډ کمېرون دا نوې هڅې به په سوريه کې د بريتانيا پر پوځي شتون راټولې وي
د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامېرون به روانه اوونۍ د دې هېواد پارلمان ته د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل پلان وړاندې کړي.
له بېلابېلو ګوندونو جوړې شوې ډلې تېره اوونۍ ويلي وو، چې بې له کوم هر اړخيزه پلانه په سوريه کې د بريتانيا پوځي کړنې نشي پر مخ تللی.
ويل کېږي د بريتانيا لومړی وزير به د پارلمان غړي دې ته راضي کړي چې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې پوځې مداخله وکړي.
په ۲۰۱۳ کال کې د بريتانيا پارلمان په سوريه کې د پوځي مداخلې پر ضد رايه ور کړې وه.
خو بيا وروسته پارلمان په عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د هوايي بريدونو اجازه ورکړه.
د ډېوېډ کمېرون دا نوې هڅې به په سوريه کې د بريتانيا پر پوځي شتون راټولې وي.
د بريتانيا د خارجه چارو ټولنه وايي په سوريه کې د بريتانيا پوځي ګړنې تر هغه نشي پراخېدای چې تر څو د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې يو نړيوال هر اړخيزه پلان جوړ نشي چې په ترڅ کې يې دې ډلې ته ماته ورکړل شي.
د بريتانيا لومړی وزير باوري دی چې د دغې ټولنې پوښتنو ته به ځواب ورکړي او د دې اوونۍ تر پايه به د سفارتي، سياسي او پوځي چارو يو پلان تيار کړي.
خو بل خوا د بريانيا ځينې ورځپاڼې لکه ټيلي ګراف او دي ټايمز وايي کېدای شي په سوريه کې د پوځي مداخلې په اړه رایې اچوونه له کرېسمېس واړندې او د بريدونو لړۍ له هغه وروسته پیل شي.