ننګرهار کې بې پيلوټه الوتکې ۱۲ وسلوال وژلي دي
دوی وايي دغه پېښه تېره شپه د خوګياڼيو په تمبو سيمه کې شوې ده
د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې د وسلوالو طالبانو يو موټر په نښه کړی دی.
دوی وايي دغه پېښه تېره شپه د خوګياڼيو په تمبو سيمه کې شوې ده.
د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي د بريد له امله په موټر کې سپاره ټول ۱۲ کسان وژل شوي دي.
ښاغلي مشرقیوال بی بی سی ته وویل چې په وژل شويو کې د خوګیاڼو لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هم شامل دی.
طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
بل خوا سیمه ييز خلک د وژل شويو شمیر نهه کسه یادوي.
په وروستيو کې د ننګرهار په اچين او يو شمېر نورو سيمو کې د اسلامي دولت ډلې چې په داعش مشهوره ده فعاليتونه زيات شوي دي.
د کونړ او ننګرهار په ولايتونو کې تر دې وړاندې هم بې پیلوټه الوتکو چې نسبت يې امريکا ته کېږي ډېر ځله بريدونه کړي دي.
ځايي چارواکي وايي د امريکا هوايي بريدونه ډېر کله د اسلامي دولت په نوم ډلې او د طالبانو وسلوال کسان په نښه کوي.