د جاپان سویل لويديځې برخې ۷ درجې زلزلې ولړزولې
تر اوسه د زلزلې له امله په سملاسي ډول د ويجاړيو او مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي ورکړای شوي
د رېختر په کچه اووه درجې زلزلې د جاپان سویل لويديځې سمندر غاړې ولړزولې او د څونامي د وړو څپو لامل شوه.
د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ويلي زلزله د کاګوشيما رياست په يوې برخې کې د ۳۰ سانتي متر يا يو فوټ څونامي لامل شوې.
تر اوسه د زلزلې له امله په سملاسي ډول د ويجاړيو او مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي ورکړای شوي.
د څونامي خبرداری د کاګوشيما او ساتڅونان په ټاپوګانو کې ورکړای شوی و، چې وروسته بېرته لرې شو.
د ځمک پېژندنې اداره وايي زلزله کابو لس کليومتره لاندې شوې ده.
د امريکا د ځمک پېژندنې اداره وايي د زلزلې مرکز له پلازمېنې ۱۵۹ کيلومتره لرې په سويل لويديځ کې د ماکورازاکي په سيمه کې و.
په ۲۰۱۱ کال کې يوې زورورې زلزلې چې د څونامي لامل شوه په شمال ختيځ جاپان کې له ۱۸۰۰۰ زيات کسان مړه کړل.