د هلمند ولایتي شورا خپلې دروازې وتړلې
د هلمند ولایتي شورا خپلې دروازې وتړلې
د هلمند ولایتي شورا، د نا امنیو، او د جګړې د ادامې له کبله د اعتراض څرگندولو لپاره په دغه ولایت کې د دې ادارې دروازه وتړله.
د ولایتي شورا غړیو په خبري غونډه کې مرکزي حکومت ته خبر داری ور کړ که په ۲ ورځو کې د جګړې په رهبرۍ کې بدلون رانشي نو په کابل کې به مظاهرې وکړي.
د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل په دې غونډه کې خبریالانو ته وويل چي د ځینو مسئولینو د بې کفایتۍ له امله په هلمند کې جګړه پراخه شوې او د لشکرګاه تر دراوزو را رسیدلې ده.
دا وخت د هلمند مرکز لشکرگاه ته نیزدې ولسوالیو کې د دولت او مخالفینو ترمنځ جگړه روانه دهدا وخت د هلمند مرکز لشکرگاه ته نیزدې ولسوالیو کې د دولت او مخالفینو ترمنځ جگړه روانه ده
اوس د هلمند د مارجې او ګرشک کې په ولسوالیو، او د ښار په څلورمه حوزه باباجي کي د حکومتی قواوو، او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه دوام لري.
د هلمند د ولایتي شورا غړي مجید اخندزاده امریکاږغ اشنا رادیو ته ویلی دی چي د حکومتی قواوو نه ، د دولت د وسله والو مخالفینو شمېر ډير کم دی، خو سمه رهبري نشته ، او له دی کبله، به په هلمند کي ډیري سیمي د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته ورشي.