يمن كې تازه نښتې، ۳۳ تنه مړه
يمن كې تازه نښتې، ۳۳ تنه مړه
يمن كې تازه نښتې، ۳۳ تنه مړه په يمن کې د پرځول شوي جمهور رئيس عبدربه منصور هادي د پلويانو او حوثي وسله والو تر منځ په پرونيو نښتو کې ۳۳ تنه وژل شوي دي.
رپوټونه وايي، چې په وژل شويو کې ۱۹ حوثي وسله وال او ۱۴ يې د عبد ربه منصور هادي پلويان بلل دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ عربي اتحاد ويلي، چې په يمن کې د حوثي وسله والو په ضد عمليات خپلو وروستيو پړاوونو ته رسېدلي دي.
په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ويلي، چې ايران دې د يمن له حوثي وسله والو سره له مرستې لاس واخلي، خو ايران په يمن کې هر راز لاسوهنه ردوي او ټينګار کوي، چې په يمن کې يې مرستې بشردوستانه دي.