په سوریه کې نوي ایتلاف د دولت پر وړاندې عملیات پیل کړي
په سوریه کې نوي ایتلاف د دولت پر وړاندې عملیات پیل کړي
د سوریې د وسله والو مخالفینو هغه ایتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي د لومړي ځل لپاره د سوریې د الحسکه په ولایت کې د داعش خلاف عملیات پیل کړی دی.
دغه لومړي اعلان شوي عملیات دي چې د سوریې د دیموکراتو قوتونو لخوا تر سره کیږي.
په دغه ایتلاف کې چې په روانه اونۍ کې جوړ شو، کردي ملیشې او د سوریې د عربو وسله والې ډلې شاملې دي.