عراق پخپله خاوره کې دامريکا ځمکني ځانګړو جزوتامونو عملياتو ته ضرورت نه لري

بغداد دواشنګټن څخه نه دی غوښتي چې دامريکا متحده ايالاتو ځانګړي جزوتامونه دي په عراق کې عمليات وکړي او ضرورت هم ورته نه لري. دامطلب د عراق دصدراعظم استازي سعد المغدي څرګند کړ.

« داد عراق کار دي او حکومت دامريکا متحده ايالاتو ددفاع وزارت څخه دځمکني عملياتو غوښتنه نه ده کړي. ده دا مطلب د (ان بی سی) دتلويزوني چينل سره په مرکه کې څرګند کړ — موږ په کافي اندازه ځمکني قواوي لرو.نوموړی همداشان وويل دامريکا متحده ايالاتو لخوا هر پوځي اقدام او مداخله بايد دعراق د حکومت سره په موافقه تر سره سي.

دې سره همهاله دعراق د صدراعظم استازي وويل چې موږ ته داډيره مهمه ده چې دامريکا متحده ايالات دعراقي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي او دده هيواد دواشنګټن هغو مرستو ته اړتيا لري چې زموږ پو ځيان راوروزي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *