ایران د سوریې پر کړکېچ نړیوالو خبرو اترو کې ګډون کوي
ایران د سوریې پر کړکېچ نړیوالو خبرو اترو کې ګډون کوي
په دغه سرمشریزه کې به د روسیې، سعودي او ترکیې استازي هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جاوېد ظفري روانه اونۍ په ویانا کې د سوریې کړکېچ پر سر خبرو اتر و کې ګډون وکړي.
په دغه ناسته کې به د ګڼو هېوادونو استازي وي او پر دې به غږېږي چې څه ډول د سوریې کړکېچ ته سیاسي حل لار ومومي.
په دغه ناسته کې د ایران ګډون د ایران حکومت یوې ویاندې تائید کړی.
دا به لومړی ځل وي چې ایران له امریکا سره یو ځای د سوریې کړکېچ پر سر خبرو اترو لپاره جوړې شوې سرمشریزې کې ګډون کوي.
ایران د سوریې د ولسمشر بشارالاسد نژدې ملاتړی ګڼل کېږي.
په دغه سرمشریزه کې به د روسیې، سعودي او ترکیې استازي هم ګډون وکړي.
د روسیې یوې سیاسی سرچیني ویلي چې پر دغو هېوادونو سربېره به په سرمشریزه کې د عراق، مصر او لبنان استازي هم موجود وي.
تر دې وړاندې امریکا تائید کړې وه چې د سوریې پر سر خبرو اترو ته یې ایران هم رابللی، داسې یوه پرېکړه چې د سوریې حکومت مخالفانو غندلې وه.
د سوریې کړکېچ نژدې ۲۵۰۰۰۰ کسان وژلي او ۱۱ مېلیونه نور یې بې کوره کړي دي.
د خبرو اترو مهم پړاو به د جمعې په ورځ (اکتوبر ۳۰) ترسره شي خو ځینو دېپلوماتانو ویلي چې ښايي د پنجشنبې په ماښام هم ځینې غونډې وشي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخهام وویل
“موږ د بلنې له ارزولو وروسته دا پرېکړه وکړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به په دغه سرمشریزه کې ګډون کوي.”
د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې ښاغلي ظریف د سوریې په خبرو اترو کې ګډون پر سر د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره تېلیفوني اخبرې اترې کړې وې.
د کرېملېن ویاند دېمېتري پېسکوف هم وروسته خبري رسنیو ته وویل چې روسیې، د سوریې د کړکېچ حلولو په موخه د “خبرو اترو پراخول” غوښتي و.
تر دې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو ویلي و د سوریې بحران پر سر د امریکا او روسیې تر منځ نړیوالو خبرو کې يې په لومړي ځل ایران ته هم بلنه ورکړې.
دغو خبرو کې د امریکا، روسیې، اروپا او عربي هېوادونو لوړ پوړي چارواکي برخه اخلي.
ایران په سوریې کې د داسې ټاکنو له لارې د واک لیږد وړاندیز کړی، چې ډېر ګوندونه پکې برخه ولري، خو دوی د سولې خبرو کې شامل نه دي
سوریې کې د لوېدېځ پلوه اپوزیسیون او د امریکا اتحادي عرب هېوادونه د سوریې جګړه کې د ایران رول سره مخالفت کوي.
ایران د بشارالاسد حکومت نژدې ملګری دی او داسې هم ویل کېږي، چې ایران د بشارالاسد حکومت د غښتلتیا لپاره میلیاردونه ډالره لګولي دي، د جګړې ماهرین یې لیږلي او په ارزانه بیه یې نفت او وسله ورکړي دي.
داسې باور هم شته، چې ایران حکومت د لبنان له حزب الله سره راشه درشه لري، چې سوریې ته یې د بشارالاسد حکومت له لوري جګړې کولو ته وسله وال لیږلي دي.