عراق کې د کولرا له امله ۱۸۰۰ کسان مړه شوي دي

کولرا یا وبا یو ډول وژونكې ساري ناروغي ده چې د ناولو شيانو له خوړلو او څښلو پيداكېږي

په عراق کې د کولرا یا وبا پر ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی.

د دغه هېواد عامې روغتیا وزارت په وینا یوازې له تېرې میاشتې راهیسې چې دغه ناروغي خپره شوې، تر ۱۸۰۰ ډېر کسان پرې اخته شوي دي.

چارواکي يې لامل د پاکو اوبو کموالی او د معیاري روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی بولي.

حسین چې د بغداد په یوې غریب مېشتې سیمې کې ژوند کوي په خپل کور کې د څښاک پاکې اوبه نه لري.

هغه هره ورځ یوه اوږده لاره وهي چې وکړی شي له یوې ویالې یا څا اوبه راوړي.

د دوی سیمه ییزه شورا په هرو ۲۰ ورځو کې یو ځل د څښاک پاکې اوبه توزیع کوي، خو دغه اندازه اوبه په څو ساعتونو مصرفېږي.

د اوبو پېرودل هم هره ورځ شوني نه دي، ځکه هره ورځ بايد دی دوه ډالره ولګوي.

د ابو غريب روغتون يو ډاکټر وايي، هره ورځ له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ناروغانو چې ماشومان، کشران او لويان په کې دي تداوي کوو

حسین او د ده په شان په میلیونونو نورکسان اړ دي چې پر ځان خطر ومني او له هغو اوبو کار واخلي چې د کولرا په مکروب ککړې دي.

کولرا یو ډول وژونكې ساري ناروغي ده چې د ناولو شيانو له خوړلو او څښلو پيدا كېږي او انسانانو ته د اسهال او زړه بدي ناروغي پيدا کوي.

حسين وايي: « موږ له دغو اوبو پرته بل هېڅ بدیل نه لرو. زما لور له دغو اوبو ډېرې لږ څښلې وې او وروسته ناروغه شوه. نه پوهېږم څه وکړم».

ځینو خلکو آن پخپله د اوبو د کوهيانو په کېندلو پیل کړی، خو دغه څاګانې هم نه یوازې دا چې بې خطره نه دي، بلکې اوبه یې د څښلو وړ نه دي او ځینې یې له فاضله اوبو سره ګډې دي.

یوه لويه ستونزه د کورونو او فابریکو د فاضله اوبو نه کنټرولول دي چې له روانو اوبو سره یوځاي کېږي.

د دې نښې نښانې په روغتونونو کې لیدل کېږي.

د بغداد په یوه روغتون کې ډاکټران وایي په دې برخه کې د خبرتیا یو لوی کمپاین پیل شوی خو د دغې ننګونې پراخوالی په سملاسي ډول، د دې کنټرول ګرانوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *